طالب سفیر د اماراتو د لوړو زده کړو وزیر سره پر تحصیلي همکاریو غږېدلی

۱۵ ساعتونه مخکې

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني د یاد هېواد د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال ډاکټر فیصل العلي سره کتلي. دواړه لوري په افغانستان کې پر تحصیلي همکاریو غږیدلي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کتنه کې حقاني د افغان محصلینو د ملاتړ او خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د دوامداره فعالیت له امله د اماراتو له دولت څخه مننه کړې.

د یاد سفارت خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لوریو د افغانستان د لوړو زده کړو د پرمختګ، عصري تحصیلي سیستم جوړولو او تعلیمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

یاده دې وي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو رهیسي نجونې له هر ډول زده کړو منع شوې، ښځې د کار کولو حق نه لري او پر ښځو ټولنیزه فضا هم تنګه شوې ده.

طالبان داسې مهال د شیخ زاید پوهنتون په تړاو د متحد عربي اماراتو له همکاریو مننه کوي، چې په دې وروستیو کې رپوټونه ورکړل شوي، چې دې ډلې د پوهنتون د استادانو معاشونه کم کړي او ځینې یې تنقیص کړي دي.

د شیخ زاید پوهنتون یوه استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان دا اقدامات د "تنقیص" په پلمه ترسره کوي، خو هڅه کوي استادان له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني مدرسو ملایان وګوماري

نور خبرونه

رادیو