په کابل کې د ایران پخوانی سفیر او د دغه هیواد د استازو جرګې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې په ایران کې د افغانستان د خصوصي سکتور پانګونه د هلمند سیند اوبو د حقابې له مسلې سره هیڅ تړاو نه لري.
هغه د ایراني رسنۍ الینا سره په خبرو کې زیاته کړې، لکه د نورو هېوادونو او په ځانګړې ډول د متحده عربي اماراتو او عمان په څیر یو ایرانی وګړی باید په کاري ځواک کې د یو افغان کارګر د ساتلو په بدل کې حکومت ته تضمین ورکړي.
ابوالفضل زهراوند په خپلو خبرو کې وویل: د کورنیو چارو وزارت باید له یوه ایراني لوري څخه وغواړي چې په ایران کې د کار کوونکو افغانانو لپاره ژمنه وکړي.
« کله چې تاسو عمان یا متحده عربي اماراتو ته ځئ، نو باید یو اماراتي یا عماني کس ستاسې تضمین وکړي. ولې مونږ دا اصول نه تنظیموو، پاسپورټونه زموږ لپاره هیڅ اهمیت نه لري. په افغانستان کې، دوی کولی شي پاسپورټونه د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ ډالرو بدل کې واخلي او ترهګر عناصر ایران ته راولي.»
د ایران د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون یوه بل غړي د امیر خان متقي د ورستیو څرګندونو په اړه چې د هلمند سیند د اوبو د حقابې په تړاو یې بحث کړې و، وایي: «زموږ اړیکې له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، په غیر متوازن حالت کې وې؛ ځکه چې نړۍ لا هم دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.او له بلې خوا د دوی داخلي مسوولیتونه په واضح ډول نه دي تعریف شوي.»
هغه الینا خبري اژانس ته ویلي، طالبان لا تر اوسه په حکومت کې د نورو قومونو او ډلو د شریکولو په وړاندې هېڅ نرمښت نه دې ښکاره کړی، هغوی د ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو پورې اړوند مسلو په اړه کوم واضح دریځ نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې دا مهال د طالب چارواکو په څرګندونو حساب نه کوي.
ابوالفضل هیله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د تعاملاتو پروسه به د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو او تاسیس لامل شي چې د نړیوالې ټولنې لخوا به په رسمیت وپیژندل شي. هغه وویل: «اوس مهال، فقر، بې کاري، د ټول شموله جوړښت نشتوالی، د طالبانو ترمنځ داخلي ویشونه، د افغانستان ستونزې، چې نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د ګاونډیانو لپاره یې هم ناغوښتل شوي شرایط رامینځته کړي دي.»
له بلې خوا دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې دوی باید افغان پانګوالو ته په ایران کې د اوږدمهاله استوګنې او ویزې شرایط برابر کړي خو وايي په افغانستان کې د ایران د پانګونې مخالفت کوي.
هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ایران د پانګونې امکان نشته او دا هېواد کولی شي د انرژۍ په پلورلو کې له افغان وګړو سره همکاري وکړي.
طالبانو تر دې مهال د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.