په داسې حال کې چې طالبانو د بودیجي نشتوالي سره مخ دي او د دولتي ادارو د څو میاشتو تنخواوې یې نه دي ورکړي، د دغې ډلې د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې په نږدې ورځو کې به یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان مالي کال د لومړۍ ربعې (وري، غويي او غبرګولي) نغدي مساعدتونه ووېشل شي.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې دا نغدي مساعدت به د ټول هېواد په کچه مستحقو کسانو ته په نوبتي ډول ورکړل شي.
دا لا څرګنده نه ده، چې طالبان به سږکال د بودیجي د نشتوالي په صورت کې د جمهوري نظام کونډو، یتمیانو او معلولینو ته هم دا پیسې ورکړي او که نه، خو ویل کېږي د جمهوري نظام ثبت سرتېرو د معلولیت معاشونه د طالبانو له لوري کم شوي او برعکس د طالبانو د معلولو جنګیالیو او د یتمیانو معاشونه لوړ شوي دي.
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت د معلومات له مخې، دغې ډلې سره «۶۳۹سوه زره کسان» معلولین، کونډې او یتمیان ثبت دي.
د تېر ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه کال کې یې څه د پاسه ۱۰ مېلیارده افغانۍ پر معلولینو، یتیمانو او کونډو ښځو وېشلې دي.
د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي وو، چې دې ډلې تېرکال یوازې د خپلو لیکو د بریدګرو یتیمانو، کونډو او معلولینو کورنیو ته ۱۲ مېلیارده افغانۍ ورکړې دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر دولتي کارکوونکو د طالبانو لهخوا پر خپل وخت د معاشونو نه ورکولو له امله شکایتونه کړي دي.
دغو کارکوونکو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته د طالبانو لهخوا د دولتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر له ځنډ او خنډ سره شوی دی.