طالبان: دیني عالمان باید په منبر د ملاهبت الله او اسلامي نظام ضد څرګندونې ونه‌‌کړي

پرون

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي زر محمد حقاني وايي، دیني عالمان باید د دوی د مشر ملا هبت الله څخه کلک ملاتړ وکړي او باید د «اسلامي نظام پر ضد» هم له څرګندونو څخه ډډه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د ملا هبت الله د فرمانونو څخه د ملاتړ او پلي کېدو غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې دیني عالمان باید خلک د طالبانو د مشر «اطاعت» ته راوبولي.

مولوي راز محمد حقاني زیاته کړه: « ملا صېب که کمزورې خبره وکړي؛ نو خلک به له اسلامي نظام څخه زړه توري کړي».

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ جومات امام مولوي فقیر محمد فقیر په یاده غونډه کې غوښتنه وکړه، چې خلکو ته د دوی د واکمنۍ په تړاو مثبتې خبرې وکړي.

کابل کې د طالبانو والي ملا امین الله عبید هم د خپلې ډلې په ملاتړ ویناوې کړې دي او ویلي یې دي، چې دوی په خپلو جوړښتونو کې هېڅ ډول قومي او ژبني توپیرونو ته ځای نه ورکوي.

هغه وویل: «دا نظام نه یوازې د یوې منطقې دی،‌ نه د یو سمت دی،‌ نه د یوې قبیلې دی او نه د یوې ژبې دی. دا د افغانستان د ټولو ولسونو د قربانیو په نتیجه کې راغلی».

طالبانو په تېرو نږدې څلور کلونو کې هغه دیني عالمان او عام وګړي سخت شکنجه کړي یا هم زنداني کړي دي، چې د دغه ډلې پر ضد یې څرګندونې کړې وې.

یاده ډله پر خپل مشر ملا هبت الله او خپلو جوړښتونو هېڅ ډول نیوکې نه مني.

د بیان ازادۍ د مخنېوي دغه هڅې نه یوازې په کور دننه له سختو غبرګونو سره مخ شوې؛ بلکې په نړۍواله کچه یې هم اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو له مخې؛ طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک مجبوري، چې د دوی په ملاتړ غونډې او ویناوې وکړي.

طالبانو څو اونۍ دمخه په کابل کې مشهور دیني عالم او د دغه ډلې سرسختی منتقد مولوي عبدالقادر قانت هم ونیوه.

هغه د نجونو د زده‌کړو پر ملاتړ او د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې د قومي او ژبنیو توپیرونو پر ضد ویناوې کولې.

همدا راز په هلمند کې د نجونو د زده‌کړو یو بل ملاتړ دیني عالم بشیر احمد الحنفي هم د طالبانو له لوري زنداني شوی دی.

نوموړي په وار، وار په خپلو خبرو کې په شرعي توګه د طالبانو له لوري د نجونو زده‌کړو بندیزونه غندلي او نیوکه یې کړې وه، چې یاده ډله خپلو شخصي افکارو ته د دین نوم کاروي.

نور خبرونه

رادیو