ایران وایي، د هلمند اوبو په تړاو یې طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې ګټورې دي

پرون

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د هلمند سیند د حقابې په تړاو له طالبانو سره ډېپلوماټیکې خبرې روانې دي او د اوبو د ورتګ کچه د قناعت وړ ده.

نوموړې دغه څرګندونې د (غبرګولي ۱۴مه) په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

هغې هیله څرګنده کړې، چې د اوبو په تړاو روانې ډېپلوماټیکو خبرو پایله ورکړې ده.

امیرخان متقي تهران ته د خپل وروستي سفر په لړ کې یاده کړې وه، چې چمتو دي ایران ته د ګاونډیتوب او وروګلوۍ له مخې اوبه ورکړي.

یاد هېواد تر دې دمخه په وار، وار اندېښنه ښوولې وه، چې په سیستان او بلوچستان کې یې بزګر له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو