امریکا ته د سفر بندیزونه؛‌ د افغانانو لپاره د استثناوو دروازې نیمه پرانېستې پرېښودل شوې دي

پرون

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ يو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې يې د افغانانو تر څنګ د ۱۱ نورو هېوادونو پر وګړو امريکا ته د سفر بنديز لګېږي.

د فرمان په متن کې ځینې استثناوې هم راغلې دي، چې د ځينو افغان وګړو سفر ته لاهم اجازه ورکول کېږي.

د ټرمپ فرمان څرګندوي، هغه افغانان چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لري؛ کولای شي امريکا ته سفر وکړي.

همداراز هغه افغانان چې د امريکا د دايمي اوسېدنې کارت (ګرين‌ کارډ) لري، هم دغه بنديز کې نه دي شامل او کولای شي امريکا ته ننوځي.

سربېره پر دې، هغه افغان وګړي چې دوه ‌ګونی تابعيت لري او د بل هېواد پاسپورټ لري او په هماغه پاسپورټ سفر کوي، د بنديز له دايرې وتلي بلل شوي.

په ورته وخت کې، هغه کسان چې د مېرمنې او اولادونو له لارې د کډوالۍ قانوني ويزه لري امریکا ته د تګ اجازه لري.

فرمان کاږي، هغه کسان چې د نړۍوالو ورزشي سياليو لکه المپيک يا نړۍوال جام برخه‌وال دي؛ که لوبغاړي وي یا روزونکي هم د دغه سفر د بندیزونو برخه نه شمېرل کېږي.

د امریکا ولسمشر په خپل اجرايوي فرمان کې د افغانستان، ايران، چاډ، د کانګو جمهوريت، استوايي ګينه، اريتريا، هاييتي، ميانمار، لېبیا، سوماليا، سوډان او يمن پر وګړو باندې امريکا ته د سفر بندیز اعلان کړی.

په فرمان کې چې د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) خپور شو ويل شوي، پر افغانستان واکمن طالبان یوه داسې ډله ده چې د امریکا له لوري د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو ډلو په نوملړ (SDGTs) کې شامله ده.

دغه نوملړ هغه ډلې او کسان تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندې راولي، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وي. 

فرمان زياتوي، افغانستان دا مهال داسې متمرکز، وړ او همکار بنسټ نه لري چې د پاسپورټ يا نورو مدني اسنادو د صادرولو جوګه وي.

همداراز، دغه هېواد د هغو تګلارو له نشتوالي سره مخ دی، چې له مخې يې د اشخاصو شاليد يا امنيتي سابقه وڅېړل شي.

د ټرمپ نوي فرمان کې په ښکاره توګه ویل شوي، چې امریکا ته د افغانانو پر هر ډول سفر که د کډوالۍ اړوند وي یا هم له کډوالۍ بهر تر نامعلومې مودې ځنډول کېږي.

نور خبرونه

رادیو