په لغمان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دویمې حوزې اړوند د بنګي باغچې د زيارت کلي کې د باران پر مهال تندر لوېدلی، چې له امله یې یو ۱۷ کلن ځوان مړ شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو ویلي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه ټپي روغتیایي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.
د لغمان د طالبانو امنیه قومندانۍ د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه مازدیګر مهال ۶ بجې رامنځته شوې او طبيعي پېښو ته د رسېدنې ادارې بیا پر وخت سره د پيښې ځای ته ځان رسولی او ټپي شوي کسان یې ژغورلي دي.