په ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست او په دغه ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول د رسنیو مسوولانو ته ویلي چې ښځینه خبریالانې نشي کولی چې له محرم پرته دندو ته لاړې شي.
د رسنیو ځینې مسوولان دا محدودیتونه له دندې د ښځینه خبریالانو د منع کولو هڅه بولي.
په ننګرهار کې د رسنیو ځینو مسوولانو نن یکشنبه د غبرګولي ۱۱مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ښځینه خبریالانو شپږ بندیزونه لګولي دي.
لومړی بندیز دا دی چې په ننګرهار کې ښځینه خبریالانې پرته له محرم څخه رسنۍ ته نشي تلی.
دویم بندیز دا چې هیڅ ښځینه خبریالانې نشي کولای، چې تفریحي خپرونې وړاندې کړي.
درېیم بندیز دا دی چی هیڅ ښځینه خبریاله نشي کولای، چې په لایف خپرونو کې د نارینه وو سره او هیڅ نارینه همکار نشي کولای، چې له ښځینه خبریالانو سره خبرې وکړي.
څلورم بندیز دا دی، چې د خپرونو د بکګرونډ موسیقي په نشر کې هم له پوره دقت نه کار واخلي.
پنځم بندیز دا دی چې په ادبي خپرونو کې د عشقي او داسې شعرونو ویلو نه ډډه وشي، چې د اخلاقو خلاف وي، نشه یي توکي او داسې نور موضوعات، چې په راډیو کې یې نشرول مناسب نه وي په کلکه ورنه ډډه وشي.
شپږم او اخري بندیز دا دی، چې ښځینه خبریالانې یواځې په ټولنیزو، روغتیایي، ګټورو او معلوماتي خپرونو کې ګډون کولای شي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مرکزي دفتر تر اوسه ددې بندیزونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په ننګرهار کې د رسنیو ځینې مسوولان وايي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د ننګرهار ولایتي مسوول عزیز الله عزیز ظاهرا د طالبانو په غوښتنه د رسنیو له مسوولانو سره په واتسپ ګروپ کې دا محدودیتونه شریک کړي دي.
د رسنیو مسوولان وايي، نوموړي یادونه کړې، چې «له دې خبرتیا وروسته هیڅ د رسنۍ مسوول، نشراتو مسوول او همکار د شکایت حق نه لري».
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په دې اړه تراوسه وضاحت نه دی ور کړی.
له کابو دوو کلونو راهیسې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو له امله هېواد پرېښی، چې په دې لړ کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بیا په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې ومنل شي.
له دې وړاندې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د محدودیتونو لومړنۍ قربانیانې په کابل او ولایتونو کې ښځینه خبریالانې وې. ډېرې رسنۍ وتړل شوې، خبریالانې په کور کېناستې، یو شمېر له هېواده ووتې او یا یې هم د سختو محدودیتونو له امله دندې پرېښودې.