د امریکا د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام (ټي پي اېس) د لغوه کېدو له امله هغه پخواني امریکایي سرتېري سخت غوسه شوي، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې ښکېل و.
دوی وايي، دا پرېکړه د امریکا له هغو متحدینو سره د شویو ژمنو سرغړونه ده، چې له مرګوني ګواښونو سره مخ وو.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي اېل نویم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د موقتي خوندیتوب حالت یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي، چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له خوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
پخواني سرتېري او د کډوالو ملاتړي وايي، که افغانان بېرته خپل هېواد ته واستول شي، نو ښایي چې د طالبانو له خوا غچ اخیستنې سره مخ شي.
دوی وایي، هغې وسلهوالې ډلې چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا روزل شوی افغان پوځ مات کړ او د کابل حکومت یې نسکور کړ، هر ډول تمه ترې ممکن ده.
یو پخوانی امریکايي سرتېری مټ زېلر چې افغان ژباړن یې ژوند ژغورلی و، وایي: «که دوی هڅه وکړي افغانان اخراج کړي، نو دا به د پخوانیو سرتېرو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ترمنځ د فزیکي شخړې لامل شي.»
ارزونې ښيي، چې شاوخوا ۱۰,۰۰۰ افغانان په امریکا کې د TPS پر بنسټ ژوند کوي او هڅه کوي، چې د دايمي اقامت اوږده او پېچلې پروسه بشپړه کړي.
دوی وايي، دا پروسه د افغانستان د ناورینناکه سقوط له امله نوره هم ستونزمنه شوې ده، ځکه د امریکا له خوا ورکړل شوې مشورې هم ګډوډې وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دې پروګرام د ختمېدو اعلان کړی، کولای شي هغه له یوه مهم سیاسي ملاتړ کوونکي قشر یعنې د جګړې پخوانیو سرتېرو او د دوی ترمنځ واټن رامنځته کړي، حال دا چې دی غواړي د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
ټرمپ له بایډن ادارې څخه د کابل هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو او شاوخوا ۱۷۰ افغانانو د وژنې حساب غوښتی، چې د بایډن له خوا بېړنۍ او ګډوډه اېستنه وه.
سپینې ماڼۍ د دې پرېکړې په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
پر امریکا د ډونالډ ټرمپ تر بیا واکمنېدو وروسته نوموړي د قانوني کډوالۍ د لارو بندولو لپاره ګړندۍ او سختې پرېکړې کړې دي.
هغه په تازه اقدام کې د افغانانو لپاره د TPS پای ته رسول اعلان کړ او استدلال یې وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یوشمېر مهم پرمختګونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه ادعاوې بیا د کډوالۍ ملاتړي ناسمه او ګواښوونکې بولي.