ایرانی چارواکی: افغانستان سره د اورګاډي پټلۍ نښلول د سیمې اقتصادي راکړې ورکړې لپاره مهم دي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۴

د ایران خراسان رضوي والي غلام‌حسین مظفري ویلي، د افغانستان سره په سنګان سیمه کې د ګډو کانونو ځانګړې اقتصادي سیمې جوړېدل د حکومت له مهمو پروژو څخه شمېرل کېږي او باور لري چې د افغانستان سره د اورګاډي پټلۍ نښلېدل د سیمې د اقتصادي همکارۍ د پراخېدو لپاره ډېر ارزښت لري.

نوموړي دغه څرګندونې د سالار–شادمهر ترمنځ د ۲۹ کیلومتره اورګاډي کرښې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان سره ګډه اقتصادي سیمه د حکومت له مهمو پلانونو څخه ده او دغه رېل پټلۍ به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

مظفري دغه خبرې د هغو «۸ا ریل ګاډي پروژو» د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وکړې چې ټول ټال مالي ارزښت یې ۴.۵ میلیارده ایراني تومان ښودل شوی او له دې سره هم‌مهاله د سالار–شادمهر ۲۹ کیلومتره کرښه هم پرانیستل شوه.

هغه ووویل: «تېر کال له دې سیمې څخه نږدې ۲۶ مېلیونه ټنه د اوسپنې ډبرې اېستل شوې، چې دا د ختیځو سیمو د کانونو د ستر ظرفیت ښکارندويي کوي».

د خراسان رضوي والي همداراز څرګنده کړه، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د کانونو د ظرفیتونو د ښې استفادې لپاره اړینې اجازې او پرېکړې تر لاسه شوې دي.

د نوموړي په وینا: «دا مهال تر شهید ناصري (شمسي) تم‌ځای پورې د رېل ګاډي پټلۍ غځول بشپړ شوي او د افغانستان لور ته هم د هرات څخه تر پولې پورې د پټلۍ ځینې برخې د چین په همکارۍ جوړې شوې دي».

غلام‌حسین مظفري د افغانستان سره د رېل نښلېدل د سیمې د اقتصادي ودې او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو بنسټیز ګام وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه مهمه پروژه باید په جدي توګه وڅارل شي او ژر تر ژره پلي شي.

له دې ور هاخواه طالبان له منځنۍ اسیا سره هم د رېل پټلۍ سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هڅې کوي، چې په دې لړ کې له تېر جمهوري نظام څخه د بلخ په حیرتانو کې د رېل پټلۍ له ټرانیزیټي اړیکو څخه هم په پراخه توګه کار اخلي.

طالبان چې لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي، د سوداګریز اړیکو او راکرو ورکړ و لپاره ورته یوازې ګاونډي هېوادونه ورپاتې دي؛ خو له خپل یوه ګاونډي پاکستان سره بیا د سوداګرۍ په برخه کې هم کشالې لري، چې هر وخت پر ډیورنډ کرښه دغه ناندرۍ د پام وړ بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو