ډېپلوماټ ویب پاڼې د طالبانو د حکومت په اړه په یوې مقاله کې ویلي، د افغانستان طالبان چې څه کم څلور کاله وړاندې په نړۍواله کچه منزوي وو، اوس د درېیو اسیایي اټومي قدرتونو هند، پاکستان او چین له خوا د پخوانیو وسله والو سره د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو لپاره سیالي کوي.
که څه هم د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو چین، هند او متحده عربي امارات له هغو هېوادونو څخه دي، چې په رسمي ډول یې په خپلو پلازمېنو کې د دوی سفیران منلي دي، ځکه چې دغه وسله والې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل کنټرول ترلاسه کړ.
د طالبانو ادارې تېر کال وویل، چې دوی په نړۍواله کچه د ۳۹ افغان سفارتونو او قونسلګریو کنټرول لري.
د طالبانو انزوا لږترلږه په اسیا کې داسې ښکاري، چې پای ته به رسېږي.
د کابل او اسلام اباد دواړو لپاره د لوی ورور رول لوبولو سره بېجینګ په دې اوونۍ کې هڅه وکړه، ترڅو هغه تاوتریخوالی کم کړي چې د ترهګرۍ او د کډوالو د شړلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی.
د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د هغه د پاکستاني سیال اسحاق ډار سره له خبرو اترو وروسته وویل، چې دواړه هېوادونه پلان لري څو خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې لوړې کړي او ژر تر ژره یو بل ته سفیران واستوي.
د غېر رسمي غونډې په یوه عکس کې وانګ یي د ښاغلي ډار او ښاغلي متقي سره لاسونه نیولي دي.
هغه وویل: «چین د دې هرکلی کوي او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي لپاره د مرستو دوام ته لېواله دی.»
پاکستان د اپرېل په میاشت کې د مارچ د ۳۱مې نېټې له پای ته رسېدو وروسته د بېرته ستنېدو په یوه تازه کمپاین کې له ۸۰۰۰څخه ډېر افغانان له دې هېواده وشړل.
اسلام اباد وايي، چې دا کمپاین د غېرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنېدو پلان په نوم د کمپاین یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې پیل شوې وه.
پاکستان په تېرو وختونو کې د وسله والو بریدونو او جرمونو پړه پر افغان اتباعو اچولې ده، چې په هېواد کې د کډوالو لویه برخه جوړوي، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي.
د وانګ یي دا څرګندونې یوازې څو ورځې وروسته له هغه راځي چې نوي ډیلي د کشمیر برید او له پاکستان سره د نږدې جګړې له امله په غوسه و او له طالبانو سره یې سیاسي اړیکه ونیوله.
د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر د اپرېل په ۲۲مه د طالبانو له خوا د پهلګام ترهګریز برید د غندلو ستاینه وکړه او هند همداراز وویل، چې دوی د جي شنکر او متقي ترمنځ د ټلیفوني خبرو اترو ته "ډېر اهمیت" ورکوي.
د جنوري په میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر وېکرم مسري له ښاغلي متقي سره ولیدل، ځکه دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په اړه بحث وکړ، چې پکې د هند امنیتي اندېښنو ته زیاته پاملرنه وشوه.
طالبانو له څه باندې درېیو کلونو سې نجونې او ښځې له ښوونځیو منع کړې دي او په دې تورن دي، چې افغانستان یې د خپلو جنسیتي توپیر پاللو پالیسیو له امله د ښځینه نفوس لپاره په "خلاص زندان" بدل کړی دی او دا یو له هغو لویو دلایلو دي چې دا ډله منزوي شوې او رسمي پېژندلو څخه یې ټول هېوادونه انکار کوي.
د ډېرو لوېدیځو هېوادونو په ګډون امریکا ویلي دي، چې د طالبانو د رسمي پېژندلو لاره به تر هغه وخته پورې بنده وي، تر څو چې دوی د ښځو د حقونو په اړه لاره بدله نه کړي او د نجونو او ښځو لپاره لیسې او پوهنتونونه بېرته پرانیزي او د دوی د تګ راتګ بشپړ ازادي ورکړي.
طالبان وايي، چې دوی د اسلامي قانون د تفسیر سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي.
کارپوهان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د اسیا د لویو قدرتونو له خوا راجلب شوی او دا یوه داسې سناریو ده، چې یوازې تېر کال یې تصور هم نه کېده.
هند، پاکستان او چین د کانونو لپاره په سیمه ییزه سیالۍ کې د خپلو ګټو په لټه کې دي او د هغو ترهګرو ډلو په وړاندې ساتنه کوي، چې طالبان پرې نفوذ لري.
فرید ماموندزی چې تر ۲۰۲۳ کال پورې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر و وايي، چې نړۍ باید په دې پوه شي چې د افغانستان په اړه سیالي «نوې نه ده، خو دا ډېره عامه، ډېره ښکاره شوې ده او په لوړه ډیپلوماتیکه کچه په زیاتېدونکې توګه تعقیب شوې ده.»
هغه انډیپنډنټ ته وايي: «درې واړه هېوادونه د حقونو یا حکومتدارۍ په اړه د اندېښنو پرځای په خپلو ستراتیژیکو اړتیاوو تمرکز کوي.»
سفیر چې د طالبانو د ماموریت تر کنټرول لاندې پورې یې په نوي ډیلي کې خدمت کړی، وايي: «د پاکستان لپاره، افغانستان د ستراتیژیک ژوروالي د مفهوم لپاره مرکزي پاتې دی، د نفوذ لپاره یو مهم ډګر او د لوېدیځې پولې په اوږدو کې د هند د نفوذ محدودولو وسیله. چین افغانستان د شینجیانګ د امنیت، د بیلټ اینډ روډ نوښت پراخولو، د مرکزي اسیا او ایران ته د ځمکنیو سوداګریزو دهلېزونو د جوړولو او د هغې د نه کارول شویو معدني شتمنیو ته د لاسرسي لپاره حیاتي ګڼي.»