ترکي پوليسو په سیواس ښار کې په درې جلا عملياتو کې ۲۲ افغان پناهغوښتونکي نيولي دي. په دې عملياتو کې، شپږ ترکي وګړي هم د انسانانو په قاچاق تورن نيول شوي دي. هممهاله، په کارس ښار کې په يوه بل عملیات کې شپږ افغان پناهغوښتونکي نيول شوي دي.
نيول شوي کسان د بهرنیو اتباعو د اېستلو مرکز ته انتقال شوي دي.