ټي ټي پي خېبر‌پښتونخوا کې د درېیو ځوانانو په وژل کېدو کې لاس لرل رد کړل او پېښه یې وغندله

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۳

تحریک طالبان پاکستان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خېبر په تیرا کې د درېیو ځوانانو د وژلو له پېښې سره هېڅ تړاو نه لري او دغه پېښه غندي.

د تېرې جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا په تیرا سیمه کې وسلوالو کسانو درې ځوانان د جاسوسۍ په تور تښتولي او په بې‌رحمانه توګه وژلي وو.

تحریک طالبان پاکستان د خېبر ایجنسي په باړه سیمه کې د درې تنو ځوانانو د وژنې په اړه وضاحت ورکړی او دغه پېښه‌یې غندلې ده.

دې ډلې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او یادونه یې کړې، چې د دوی اصلي جګړه یوازې د امنیتي ادارو پر ضد ده، نه له ولس سره.
په خبرپاڼه کې راغلي:«دښمن هڅه کوي چې زموږ او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي او د بېلابېلو حربي تکتېکونو له لارې دا اړیکې وشلوي.»

د رپوټونو پر بنسټ دا درې تنه ځوانان چې د سیمې اوسېدونکي وو د تېرې پنجشنبې په ورځ د نامعلومو وسلوالو له‌خوا وتښتول شول. چې جسدونه د جمعې په سهار په یوه خلاص میدان کې وموندل شول.

دغه وژل شوي کسان ظاهراً د اعدام په ډول ویشتل شوي وو.

تروسه پورې د داعش په کډون هېڅ کومې ولسوالې ډلې د دغې پيښې پړه پرغاړه نه ده اخیستې.

نور خبرونه

رادیو