د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په کوربهتوب د هند پر ضد د بنیان المرصوص عملیاتو په ویاړ جوړه شوې مېلمتسا کې کډون وکړ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې او انځورونو کې د اېمل ولي خان انځور هم خپور کړی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر له خوا د شنبې په ورځ (د غبرګولي درېیمه) خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مېلمستیا کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف په کډون د کابینې غړو او د سیاسي ګوندونو مشرانو برخه اخیستې وه.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال منیر په خپلو خبرو کې د پاکستان د سیاسي مشرانو ستراتیژیک لید ستایلی، چې هېواد یې له یوه تاریخي ازموینې را وویست.
عاصم منیر د خپلو درې واړو نظامي څانګو ترمنځ همغږي د هند پر وړاندې د عملیاتو د بریا مهم ټکی وباله.
د یادونې ده، چې د پاکستان فدرالي کابینې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د فیلډ مارشل رتبه ور کړې ده.
نوموړي په یوه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې خپره کړې ویلي و، چې « دا یوه شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د وسلهوالو ځواکونو او د پاکستان د خلکو یو ویاړ دی».
نوموړي ته دغه رتبه له هند سره تر لنډې جګړې وروسته ور کول کیږي.
فیلډ مارشال د پاکستان په پوځ کې یوه لوړه پوځي رتبه ده چې ډېری د یوه هېواد د ځمکني پوځ په چوکاټ کې ورکول کیږي.
دا رتبه له جنرال رتبې لوړه وي او هغو افسرانو ته اعزازي ورکول کیږي چې په جګړو کې یې ځانګړې خدمتونه ترسره کړي وي.
په پاکستان کې دا رتبه له دې وړاندې جنرال محمد ایوب خان ته په ۱۹۵۹ کال کې ور کړل شوې وه.
فیلډ مارشل د پاکستان د پوځ په چوکاټ کې تر ټولو لوړ پنځه ستوري والا افسر ګڼل کیږي.