د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې دوی له زندانه د تحریک انصاف ګوند د بنسټ اېښودونکي عمران خان د خوشې کېدو کومه نښه نه ویني.
هغه زیاته کړه، چې دوی د احتجاج حق لري او په خپل ځواک سره به اوسنی نظام مات کړي.
هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له اډیاله زندانه بهر د عمران خان سره تر لیدنې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.
هغه ویلي:« اوسنی نظام باور لري، چې دوی کولای شي د زور په کارولو سره ملت غلام کړي.دوی باید پوه شي، چې موږ به د زور په وړاندې د زور او د ګولیو په وړاندې د ګولیو ځواب ورکړو. که څوک په ما ډزې وکړي، هغه کسان چې زما ساتنه کوي ځواب به یې ورکړي.»
هغه د عمران خان د خوشې کېدو په تړاو ویلي:« موږ داسې کومه نښه نه وینو، چې خان صاحب به خوشې شي. موږ د اعتراض حق لرو او موږ به په خپل ځواک سره دا نظام مات کړو.»