ایران: امریکا غواړي چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۳

ایران وايي، چې امریکا یو ځل بیا د دغه هېواد پر وړاندې د سیمې د هېوادونو په هڅولو سره بې‌ځایه هڅې کوي او غواړي، چې په خپل «شرارت» سره په سیمه کې یو بل افغانستان او ویتنام رامنځته کړي.

د ایران پریس تلویزیون د راپور له مخې، د دغه هېواد لوی درستیز په یوه خپره کړې اعلامیه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې، چې د ایران په اړه یې د فارس خلیج عربي هېوادونو ته د خپل سفر پر مهال کړې وې، پاروونکې او بې بنسټه بللې دي.

همدا راز په اعلامیه کې ټرمپ ته د «درواغجن ولسمشر» د خطاب په کولو سره راغلي، چې هغه سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د لویدیځې اسیا په سیمه کې ایران «تر ټولو ویجاړونکي ځواک» په توګه یاد کړی، چې دا نامناسبه خبره ده.

د ایران لوی درستیز ویلي: «سیمې ته د امریکا د ولسمشر سفر او اقدامات د ایران د ویرولو تر نامه لاندې له وروڼو هیوادونو څخه د ملیاردونو ډالرو د لوټلو لپاره ډیزاین شوي وو.»

هغه زیاته کړې: «امریکا یو ځل بیا غلط محاسبه کوي» او خبرداری یې ورکړ چې «هر ډول شرارت» به په ویتنام او افغانستان کې د واشنګټن د ویجاړونکو او خورا وژونکو پوځي شخړو په څېر پایلو لامل شي.

بلخوا د ایراني ځواکونو له‌خوا خپره شوې اعلامیه د سیمه ییزې سولې لپاره د دغه هېواد ژمنتیا ښکاره کوي او ټینګار کوي، چې د دوی پوځي نظریه دفاعي ده، چې د حاکمیت او ثبات په ساتلو کې ریښه لري.

نور خبرونه

رادیو