د طالبانو تر کنټرول لاندې په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه سفارت سرپرست محمد زبیر ودان، په انقره کې د روسیې له سفیر الېکسي ایرخوف سره لیدلي دي.
یاد سفارت د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او همداراز د دې اړیکو د وروستیو پرمختګونو په تړاو یې خبرې کړې دي.
طالبانو په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي، خو دا لیدنه داسې مهال کېږي چې یاده ډله هڅه کوي له سیمې او نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د یادونې ده چې روسیې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غوندې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه او ډېپلوماتیکه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.
اېبيسي وېبپاڼه تېره اوونۍ په یوه مقاله کې ویلي و چې دوه ډېر پخواني دښمنان اوس د یو ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي. د سرچینې په وینا، روسیې څلور لسیزې وړاندې افغانستان اشغال کړی و، خو اوس له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره یې د طالبانو ملګرتیا ته ردانګلي دي.