د لانګ وار ژورنال راپور له مخې، د سوریې نوي حکومت د ترکستان اسلامي پارټۍ په نوم د القاعدې د مرکزي اسیا یوې ترهګرې ډلې وسلهوال د خپل پوځ په لیکو کې شامل کړي.
د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستانی دا مهال په افغانستان کې مېشت دی او خپلو وسلهوالو ته په سوریه کې لارښوونې کوي.
دغه اقدام د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې ځکه یاده ډله د القاعدې یوه مهمه جهادي ډله بلل کېږي چې په افغانستان، پاکستان او سوریه کې فعاله ده. ترکستان اسلامي پارټۍ په سوریه کې د هیئت تحریر الشام او النصره جبهې تر بیرغ لاندې جنګېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره د می په ۱۴مه لیدنه کې پر دې موضوع نیوکه کړې وه او له سوریې یې غوښتنه کړې وه چې بهرني وسلهوال دې له هېواده وباسي. خو سوریې د می په ۱۸مه د ټي ای پي وسلهوال د خپل نوي پوځ د ۸۴مې فرقې برخه وګرځول.
د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستاني د القاعدې د اجراییه شورا غړی دی او د ملګرو ملتونو او امریکا له خوا د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه پېژندل شوی. د راپور له مخې، نوموړی اوس په سوریه کې د خپلې ډلې جګړه مارانو ته امرونه ورکوي.
لانګ وار ژورنال په خپل راپور کې زیاتوي، چې د سوریې د دې ګام له کبله، تمه کېږي نورې بهرنۍ جهادي ډلې هم د سوریې د پوځ برخه شي، چې دا به د سیمې او نړیوال امنیت لپاره یوه جدي ننګونه وي.