اوتونبایېوا: افغانستان به د ملګرو ملتونو د مرکزي اسيا امنيتي سیستم برخه وګرځي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱

افغانستان ښايي د «مرکزي اسيا – ملګري ملتونه» په نوم د سيمه‌ييزې امنيتي همکارۍ سيستم کې شامل شي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموريت (یوناما) مشرېروزا اوتونبایېوا د «ترمذ ډیالوګ» په ناسته کې کړې ده.

اوتونبایېوا ویلي، « تر څو چې د امنیت ستونزه حل نه شي، هېڅ پانګونه او پروژه به نتیجه ورنه کړي. افغانستان باید د سیمې د هېوادونو د ګډ امنیتي سیستم برخه شي».

د اوتونبایېوا په وینا، که د طالبانو امنیتي بنسټونه د ګاونډیو هېوادونو له امنیتي ادارو سره همکاري ونه کړي، د سیمې امنیت نه شی ټینګېدای.

د ازبکستان د رسنیو د رپوټ له مخې، هغې یادونه کړې، سره له دې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوترهګرۍ ضد اتحادشته دی، خو د دغې ډلې غړو هېڅکله نه دي سره کتلي، حال دا چې دا ډول کتنې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو اقداماتو لپاره ضروري دي.

کارپوهان وایي، د امنیت مساله لاهم په سیمه او افغانستان کې د هغو پروژو د عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډ دی، چې غواړي د افغانستان له لارې د هند سمندري بندرونو ته د ټرانسپورتي دهلیزونو لارې پرانیزي.

نور خبرونه

رادیو