د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم وردګ په کابل کې د ترکیې له سفير جنګ اونال سره په کتنه کې د اړیکو پر پراخوالي خبرې کړي دي.
طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو او دوه اړخېزو موضوعاتو هم بحث شوی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشبنه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د محمدنعیم وردګ د ترکیې له سفير سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان له ترکيې سره «ديني، سیاسي، کلتوري او تاريخي اړيکي» لري.
وردګ د ترکیې له سفير څخه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې د دوام غوښتنه کړې.
طالبانو د ترکیې د سفير له قوله لیکلي، چې نوموړي د بشري مرستو د دوام ډاډ ښودلی او له دوی سره یې په بېلابېلو برخو کې د ښیکتیا په اړه معلومات او پلانونه هم شریک کړي.
د طالبانو یو شمېر چارواکو ترکیې ته له دې وړاندې رسمي سفرونه کړي او د سوداګرۍ، اقتصاد، سياسي او دوو اړخيزو اړیکو پر جوړېدو يې له ترکي چارواکو سره ناستې پاستې کړې دي.
ترکیه ظاهرا له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.