د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د استازو جرګې د یوه غړي لهخوا امریکا ته د امرالله صالح د بلنې غوښتنې په ځواب کې وویل، چې که دا سفر د امریکا له ملي ګټو سره سم وي، نو د هغه لپاره د ویزې ورکړه ارزوي.
هغه دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په یوه استماعیه غونډه کې کړې دي.
د تېر کال په لېندۍ کې ټېیم بورچت د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح او د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ته بلنه ورکړې وه چې د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو اترو لپاره متحدهایالاتونو ته سفر وکړي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د یوه غړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا متحدهایالتونو حکومت به ښاغلي صالح ته ویزه ورکړي او که نه، روبیو وویل چې دا موضوع به و ارزوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې تړاو وویل: «که تاسو احساس کوئ چې دا غونډه د متحدهایالاتونو د ملي ګټو لپاره ده، موږ به د [ویزې په اړه] پرېکړه په پام کې ونیسو.»
روبیو زیاته کړې، چې ښاغلی برچټ باید د بهرنیو چارو وزارت ته د صالح د سفر موخې توضیح کړي ترڅو دغه وزارت پرېکړه وکړي چې ایا هغه ته ویزه ورکړي او که نه.
د وروستي جمهوري نظام د ولسمشر محمداشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح له افغانستانه د امریکا د وتلو یو قوي منتقد دی او واشنګټن طالبانو ته د واک سپارلو مسوول بولي، خو ښاغلی روبیو وايي چې د بهرنیو چارو وزارت هغو چارواکو او سیاستوالو ته هم چې د امریکا د پالیسیو مخالف دي، ویزې ورکړي دي.