ترکيې د افغاني غالیو د صنعت او اروپا ته یې د صادراتو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ښودلی

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۰

‏د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ترکیې جمهوریت د غالیو ټولنې ورسره د افغاني غالیو د صنعت او اروپا ته یې د صادراتو په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې په دې تړاو خبرې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره د ترکیې د غالیو ټولنې مشر احمد دیلر په لیدنه کې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي احمد دیلر په حواله راغلي: «د ترکیې د غالیو ټولنه له خپلو ۵۰۰ غړو سره چمتو ده، چې د افغانستان د غالیو له صنعت څخه ملاتړ وکړي.»
ښاغلي عزیزي هم وړاندې ویلي، چې د دواړو هېوادونو د ټولنو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د ترکیې حکومت له‌خوا پر افغان غالیو د مالیاتو کمښت به اروپايي هېوادونو ته د دغه محصول د صادرولو زمینه برابره کړي چې دا به د دواړو هېوادونه په ګټه وي.
خبرپاڼه کاږي، چې د ناستې په پای کې د دواړه هېوادونو د غالیو ټولنې د مشرانو ترمنځ د ګډو فعالیتونو او همکارۍ پراختیا په اړه یوه هوکړه هم لاسلیک شوه.

نور خبرونه

رادیو