د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د درې مېلیونو نه زیاتو افغان کډوالو تر ستنېدو وروسته، د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د «سیاسي او مالي» مرستو دوام ته اړتیا ده.
دې سازمان په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانانو د ملاتړ وړتیا یې مخ پر کمېدو ده.
دا سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بودیجې کمښت د دې لامل شوی، چې ملګري ملتونه په پوله کې افغان راستنیدونکو ته نغدي مرستې اووه ځله کمې کړي.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.
دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.