په امریکا کې افغان پادري «کشیش» بهنام رسولي خبرداری ورکړی، که افغان عیسویان افغانستان ته ستانه شي؛ نو د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.
بهنام رسولي فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل:« که چېرته له دغه افغان عیسویانو څخه کوم یو افغانستان ته ستون شي؛ نو لومړی کار چې پېښېږي هغه دا دی، چې مېړونه به یې ووژل شي او ښځې به یې د جنسي غلامانو په توګه وساتل شي.»
هغه زیاته کړه:« که طالبان یې ونه وژني؛ نو په زندان کې به یې واچوي او هره شېبه به یې شکنجه کوي.»
د امریکا د کورني امنیت وزارت څو ورځې وړاندې په رسمي توګه د افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کړ، چې له مخې به یې له ۹۰۰۰ څخه ډېر خلک د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړ شي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي نوم د دغې پرېکړې لامل په افغانستان کې «ښه امنیتي شرایط او اقتصادي ثبات» یاد کړ.
خو نیوکه کوونکي بیا وايي، که افغان کډوال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته واستول شي؛ نو د مرګ په ګډون به د نه جبرانېدونکو ګواښونو سره مخ شي.
له ګواښ سره د مخ کسانو په منځ کې په اوکلاهوما کې افغان عیسویان هم شامل دي، چې ډېری یې په قانوني توګه امریکا ته د رسېدو لپاره له ګواښه ډک سفرونه کړي دي.
بهنام رسولي فاکس نیوز ته د یو شمېر افغان عیسویانو کېسه کړې، چې د هغه په وینا له برازیل څخه تر مکسیکو یې سفر کړی و، پراخې ستونزې او ننګونې یې منلې وې.
هغه وويل:« دوی د اونیو لپاره پرته له خوړو او اوبو وخت تېر کړی؛ خو دوی چمتو وو، چې دغه سختۍ وګالي ترڅو په قانوني ډول متحده ایالاتو ته ننوځي. اوس د نوي حکومت په راتګ سره موږ اورېدلي، چې د دوی د لنډمهاله استوګنې جوازونه لغوه شوي دي. دوی ان د کار کولو اجازه هم نه لري.»
فاکس نیوز ډیجیټل د دغه پادري اندېښنې له سپینې ماڼۍ سره هم شریکې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند کوش ډیسای وایي:« هغه افغانان چې د قانوني استوګنې اسناد نلري او د خوندي لاملونو پر بنسټ له څار څخه وېره لري، کولای شي د پناه غوښتنه وکړي او محکمه به د دوی قضیې په پام کې ونیسي.»