د اسراییل ځمکني عملیات؛ حماس د اوربند او د بندیانو تبادلې وړاندیز وکړ

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۸

پر غزې د اسراییل تر خونړيو بریدونو وروسته، حماس وسله‌والې ډلې د دوه میاشتني اوربند او د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. ورته مهال اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په غزه کې پراخ ځمکني عملیات پېل کړي دي.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي سي‌اېن‌اېن ته وویل چې ډلې یې په غزه کې د دوه میاشتني اوربند او د ۳۰۰ فلسطیني امنیتي بندیانو د خوشې‌کېدو په بدل کې له اووه څخه تر نهو پورې اسراییلي یرغملو د خوشې‌کېدو هوکړې ده.

دې سره جوخت، د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی د غزې په شمالي او سوېلي برخو کې «پراخ ځمکني عملیات» پیل کړي دي.

اسراییل دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د دواړو خواوو سرچینو وویل چې په قطر کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والې ډلې حماس ترمنځ د غېرمستقیمو خبرواترو په نوي پړاو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییل په هوايي بمباریو کې لږ تر لږه ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

چارواکي همدا راز زیاتوي چې د قوي هوایي بریدونو له امله زیات شمېر کسان له پرېوتو ودانیو لاندې پاتې دي او اسراییلي ځواکونه امبولانسونو او مرستندویه ټیمو نه ته اجازه نه ورکوي چې جسدونه را وباسي.

نور خبرونه

رادیو