افغان خبریالانو او د هغوی ملاتړو د اپریل په ۱۵مه د هورو انسټیټوټ په يوې غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته خپلواکې رسنۍ له منځه وړل شوي.
دوی ویلي، چې اوس مهال دغه برخه د امریکا د ولس ملاتړ او هیله مندۍ ته اړتيا لري.
د هورو انسټیټوټ په یوه خبر کې د افغان خبريالانو له قوله لیکلي، چې په افغانسان کې د رسنیو ازادي د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې په بې سارې توګه وده وکړه او د خپل حکومت تر چتر لاندې يې د هېواد د ډيموکراټیک پرمختګ د يوې مهمې ستنې په توګه رول ادا کړ.
د خبریالانو په خبره، چې په دې دوره کې خبریالانو او رسنیو د فساد په افشا، د بشري حقونو د تامین، د افغان ولس د غږ پورته کولو په برخه کې په ازاد ډول کار کاوه.
تجربه لرونکي فیلو ایچ ار مک ماسټر یو شمېر افغان خبریالان سره راټول کړي تر څو په افغانستان کې په تېرو ۲۴ کلنو کې تجربې او ستونزې سره بیان کړي.
په خبر کې ویل شوي، چې په غونډه کې د دغه ستونزو څخه د وتلو په اړه هم بحث شوی او د مرستې پر لارو چارو هم خبرې شوي.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ دوره
یوه مشهوره افغانه امریکايي ژورنالیسته او د جنسیت مطالعاتو په برخه کې د سټينفورډ د پروګرام مرستياله ډاکټر حلیمه کاظم په دې ناسته کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ په جوړېدو او پياوړتیا کې د رسنیو پر رول خبرې وکړې.
هغې وویل: «زه د لنډمهالي حکومت پر مهال د حامدکرزي د لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې د رسنيو د دفتر د جوړولو لپاره وګمارل شوم، دا زما لپاره یوه ښه تجربه وه تر څو د ازادو رسنیو د ژوندي کولو لپاره په مستقیم ډول کار وکم.»
د اغلې کاظم هڅې د بې شمېرو افغان خبریالانو او رسنیو سره یو ځای په داسې حال کې پېل شوې چې افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا په څلور لارو کې د یو متحرک خپلواکو رسنیزو هېوادونو په ډله کې ځای درلود.
په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ سفر له ننګونو سره مخ و او د افغانانو د روحيې ژوند ساتل د خبريالانو له مهمو دندو څخه وه.
نادر نادري، چې د افغان مدني ټولنې مشر او په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د حکومت د مذاکراتي ډلې غړی وو وویل: «هغه رسنۍ چې له بهر څخه فعالیت کوي مهم رول لري، موږ اړتیا لرو چې له افغانستان څخه بهر خلک د بشري حقونو د سرغړونو او د هېواد دننه وضعت څخه خبر وساتو.»
طالبانو په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي.
په افغانستان کې خلک نه شي کولای، چې په ازادانه توګه په خواله رسنیو کې سیاسي نظریات څرګند کړي او یا هم په عامه ناستو کې د طالبانو پر کړنو نیوکې وکړي.
د دغه ډلې استخباراتو د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د خواله رسنیو هغه کاروونکي بندیان کړي او شکنجه کړي، چې د دوی پر ضد یې فعالیتونه کړي دي.
له دې سربېره طالبانو پر رسنیو او خبریالانو هم سخت بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو له کبله په کابل او ولایتونو کې د رسنیو سیاسي خپرونې لومړی د طالبانو له لورې څارل کېږي او بیا په سانسور ډول خپرېږي.
یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنیو روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللي دي.