زېلېنسکي پوتین ته: زه دلته یم او دا د سولې ښکاره پیغام دی

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۵

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي انقرې ته په رسېدو او له الوتکې څخه له کوزېدو سره سم د سولې خبرو اترو لپاره د روسیې پلاوی "تشریفاتي" وباله او ویې ویل چې د دوی صلاحیت (واک) روښانه نه دی.

د رویټرز د راپور له مخې، زېلېنسکي له الوتکې څخه له کوزېدو سره سم پوتین مخاطب کړ او ویې ویل: «زه دلته یم. زما په اند دا د سولې لپاره ډېر واضح پیغام دی.»

پوتین او ټرمپ په استانبول کې د اوکراین د سولې په خبرو اترو کې چې په تېرو دریو کلونو کې د مسکو او کییف ترمنځ د سولې لومړۍ مستقیمې خبرې اترې دي، ګډون نه کوي.

تر دې مخکې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په تړاو د خبرو لپاره ترکيې ته لاړ شي، نو دی هم ښایي له هغه سره د ګډون په نیت ترکيې ته سفر وکړي.

بل‌خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي روديون میروشنيک د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د ممکنه اوربند په اړه خبرې یوازې هغه مهال شونې دي چې د شخړې د هواري لپاره پر یوې پراخې ستراتیژۍ توافق شوی وي.

نور خبرونه

رادیو