ټرمپ: چارلي کرک ډېر ستر شخصیت او د ولسمشر کېدو ښه چانس یې درلود

AP ۱۴۰۴ وږی ۲۷

ډونالډ ټرمپ د چارلي کرک چې یو ښي‌ اړخه او د هغه د ادارې ملاتړی شخصیت و د ترور په اړه یې ویلي چې هغه یو ستر انسان و.

ټرمپ زیاته کړه: «ریښتیا هم هغه یو لوی انسان و. ما ورته ویلي وو، چارلي، زه فکر کوم یوه ورځ به ته د ولسمشر کېدو ښه چانس ولرې. فکر کوم ښايي ته ولسمشر شې.»

د امریکا ولسمشر وویل چې چارلي کرک به ځوانان ځان ته راجلبول.

ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې په اړه د ولادیمیر پوتین سره د هغه خفګان ته په اشارې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو له‌خوا د پولنډ هوایي حریم ته د ننوتلو په اړه وویل:

«زه نه شم ویلی چې دا یوه تېروتنه وه او که نه. واقعا روسي ډرونونه باید هلته نه وای تللي.»

نور خبرونه

رادیو