د هند د بهرنیو چارو وزیر د کشمیر د برید په تړاو د طالبانو د دریځ ستاینه او مننه کړې

۶ ساعتونه مخکې

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورسره په یوې ټیلفوني اړیکه کې د هند او افغانستان تر منځ د بې باورۍ بې اساسه راپورونه یې رد کړي دي. جی شنکر دا د کابل له سقوط وروسته لومړنۍ اړیکه بللې ده.

جی شنکر د پنجشنې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د طالبانو د بهرنو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې ښې او رغوونکې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: « د پهلګام ترهګریز برید په اړه د متقي له خوا د غندنې مننه کوم. د هند او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره وروستیو دروغجنو او بې‌اساسه راپورونو ته د هغه د قاطع رد هرکلی وایم».

شنکر زیاته کړې چې هند د افغان ولس سره تاریخي دوستي لري او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې پرمهال پاکستان دعا وکړه، چې هندي توغندي په افغانستان کې هم لګېدلي، خو طالبانو دغه رپوټونه رد کړل.

نور خبرونه

رادیو