د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې یې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان په دورو وهلي دي.
د دغې محکمې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې درې کسان په «نامشروع اړيکو او يو کس په لواطت» تورن و.
د خبرپاڼې له مخې، په لوګر ولایت کې د دغې ډلې د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسان په ۳۹ دورو، یو کس په ۲۵ دورو او یو بل بیا په ۲۰ دورو وهل شوي دي.