د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، چې د مرستو کمېدو هغه مرستندویه سازمانونه سخت زیانمن کړي، چې د افغانستان په ګډون د نړې تر ټولو له زیاتو زیان منونکو ښځو سره مرسته کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي، چې د مرستو کمېدو د شپږو میاشتو په اوږدو کې د سروې شویو سازمانونو نیمایي څخه ډیر د تړل کیدو له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د جنیوا دفتر مشرې صوفیا کالټورپ خبریالانو ته وویل: «ډیری د ښځو سازمانونه اوس د دې خطر سره مخ دی. له دوی څخه غوښتل کیږي چې په لږو امکاناتو ډیر څه وکړي.»
هغې زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو ځنډول، چې بیاکتنه یې روانه ده، د پروژو لپاره د دې ادارې د تمویل څخه د ۴۰ میلیون ډالرو څخه ډیر اغیزمن کړي، چې په بحراني سیمو کې یې د ښځو او نجونو لپاره ویجاړونکې اغیزې رامنځته کړې دي.
کالټورپ د بېلګې په ډول وویل، په افغانستان کې، ښځې او نجونې باید د اساسي روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره ساعتونه مزل وکړي ځکه، چې ځینې ورنږدې روغتیایی تاسیسات تړل شوي دي.
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د راپور موندنې ښیي، چې د مرستو کمېدو د ۴۱۱ ښځو په مشرۍ او د ښځو د حقونو سازمانونو ۹۰ سلنه اغیزمن کړي.
په دغه راپور کې راغلي، که چېرې د ښځو مرستندویه سازمانونو ته پر وخت مرستې ورنه کړل شي نو په راتلونکو شپږو میاشتو کې به وتړل شي.
د یادولو وړ ده، له هغه وخته چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په میاشت کې د دویمې دورې لپاره واک ته راستون شو، د هغه ادارې په یوه بیاکتنه کې په ملیاردونو ډالره بهرنۍ مرستې کمې کړې، چې موخه یې د هغه د "امریکا لومړی" بهرنۍ پالیسۍ سره د پروګرامونو سمون ډاډمن کول دي.