د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د افغانانو لپاره «د لنډمهاله خوندیتوب» ختمېدو وخت رارسېدلی

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ټامي پیګوټ وایي، وخت یې راسېدلی، چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره «د لنډمهاله خوندیتوب» موده پای ته ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې په یوې خبري غونډه کې کړې دي.

هغه د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې شرایط دومره ښه دي، چې افغانان بېرته هلته ستېدای شي؟ او ایا د بهرنیو چارو وزارت فکر کوي، چې افغانستان اوس د ښځو او نجونو لپاره یو خوندي ځای دی؟، ویلي: «وګورئ، کله چې د لنډمهاله خوندي حالت خبره راځي، زه تاسو د کورني امنیت وزارت ته راجع کوم. دغه پروګرام تل د لنډمهاله اقدام یا لنډمهاله ګټې په توګه یاد شوی دی؛ خو اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دغه لنډمهاله ګټه پای ته ورسېږي؛ خو په دې تړاو د نورو پوښتنو لپاره زه تاسو د کورني امنیت وزارت ته راجع کوم.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې وړمه ورځ د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي و چې د افغان کډوالو لپاره لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) به نور تمدید نه شي او دغه وضعیت به د ۲۰۲۵کال (د مئ په ۲۰مه نېټه) پای ته ورسېږي او (د جولای په ۱۲مه) به په بشپړه توګه ختم شي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نویم ویلي و، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور د TPS شرایط نه پوره کوي.
د راپورونو له مخې، نږدې ۱۴ زره افغان پناه غوښتونکو د ټي پي اېس (لنډمهاله خوندیتوب) پروګرام له مخې په امریکا کې ژوند کوي، چې له دغې ډلې ګڼ یې لا هم په دې باور دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او په دغه کسانو کې سندغاړي، ورزشکاران او ګڼ مدني او سیاسي فعالان شامل دي.
خو افغانستان د ټولو بشري حقونو ملاتړو او نړۍوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې؛ په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل کېږي چې په کې نجونې ان له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې دي، خلک یې له خورا بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د وزګارتیا کچه هم خورا لوړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو