له خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په غزني او تخار کې څلور نیول شوي خبریالان شکنجه کړي

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په غزني او تخار ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو له‌خوا نیول شويو څلورو خبریالانو سره دغې ډلې ناوړه چلند کړی او هغوی یې شکنجه کړي هم دي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت له جدي ګواښ سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د بیان ازادي زموږ د ټولنې بنسټیز ارزښت دی او ورته ورپېښ هر ډول ګواښ د ټولنې راتلونکی له ناوړه پایلو سره مخ کوي.»
طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په غزني ولایت کې خبریال، ممثل او د خواله رسنیو فعال سلیمان راحل او په تخار ولایت کې درې نور خبریالان سېدمنیر هدف، اسدالله تېمور او نصرت‌الله ابراهیمي نیولي دي.
په خبرپاڼه کې د سلیمان راحل د ملګري په حواله راغلي، چې د هغه د نیول‌ کېدو او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌لري.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالب استخباراتو له‌خوا دغه ډول کړنې بیان ازادۍ ته ښکاره ګواښ بولي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه دول کړنې نه یوازې د خبریالانو لپاره کاري فضا تنګوي؛ بلکې ټولنه هم تر ناوړو اغېزو لاندې راولي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره دې دغه نیول شوي خبریالان خوشې کړي.

نور خبرونه

رادیو