د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښه نیت او ګډې همکارۍ د ودې لپاره پر ډیورنډ کرښه د کورمې په خرلڅیو ترمینل کې د پاکستان د پوځ او طالبانو په همکارۍ یو روغتون جوړ شو.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه روغتون د لابراتوار، درملتون، د زړه د ناروغیو د ازموینو، د وینې فشار او د شکرې د معاینې لپاره په عصري روغتیایي اسانتیاوو سمبال دی.
هغه زیاته کړې، چې دغه روغتون به پر ډیورنډ کرښه مېشتو خلکو او افغان وګړو لپاره ښې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.
د هغه په وینا؛ د دغه روغتون په پرانیست غونډه کې د طالبانو او پاکستان لوړپوړو پوځي او اداري چارواکو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
هغه وایي، د دغه روغتون د جوړولو اصلي موخه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا ده.
خو نوموړي نه دي ویلي، چې دغه روغتون په یو وخت د څومره ناروغانو د درملنې وړتیا لري.
د طالبانو لهخوا هم لا تر اوسه پورې د دغه روغتون د پرانیستې په اړه څه نه دي ویل شوي.