د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري توګه د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۸۷۳ تنه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې په ستانه کړای شویو کې ۱۶۹ تنه (ACC) کارت لرونکي او ۷۰۴ نور یې نااسناده افغان کډوال شامل دي.
دغه ادارې خبریالانو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي، ۶۹۰ تنه یې د تورخم او ۱۴ نور یې د انګور اډې له لارې استولي دي.
د دغو معلوماتو پر اساس پاکستان تر دې دمه یوازې د تورخم له لرې ۵۷۵۳۶۵ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
بلخوا پاکستان له هند سره د اوربند تر اعلان وروسته یو ځل بیا د افغان کډوالو پر وړاندې خپل اقدامات سخت کړي، چې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو نیونې او جبري ستنول په کې شاملې دي.
کارپوهان وايي، دا نیونې د پاکستان د تکراري سیاست یوه برخه ده، چې له بهرني فشار وروسته، خپل تمرکز افغان کډوالو ته اړوي.
په تېرو ورځو کې په اسلاماباد کې یو شمېر افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د طالبانو له محدودیتونو دغه هېواد ته تښتېدلې وې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د بشري حقونو ډلې پر پاکستان نیوکه کوي، چې دغه نیونې د کډوالۍ نړیوالو اصولو خلاف دي او د هغو ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، چې د جنسیتي توپیر له کبله یې له افغانستان نه تیښته کړې ده.