د طالبانو تر واک لاندې ارګ وايي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا ملا حسن اخوند په غوښتنه یې د افغانستان څلور زره متره مربع مرمر ډبرې ازبکستان ته ډالۍ کړې.
د طالبانو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډالۍ د طالبانو د رییس الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع لهخوا د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او د سورخندریا والي اوګلوبیک قاسموف په شتون کې د ازبکستان لوري ته په ګډ بازار کې سپارل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي د دغه هېواد د مرمر ډبرو د ترلاسه کولو پر مهال وویل چې «د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې پراخې شوې دي، او په سیمه ییزه کچه، دا یو لوی بدلون دی.»
طالبان وايي، چې عصمت الله ارګاشیف وویل: «ازبکستان هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې ښې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، د ستونزو لپاره چټک حل لارې ومومي، او په پوله کې سوداګري، اقتصاد، ټرانزیټ او نور پرمختګونه زیات کړي؛ ځکه چې دا د دواړو هیوادونو په ګټه دي.»
د طالبانو د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرمر د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ له یوې کان څخه دي او د امام بخاري زیارت د بیارغونې لپاره دې هیواد ته ډالۍ شوی دي.
د طالبانو دغه پلاوې په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کوي، چې د پلاوي مشر عبدالواسع د ملګرو ملتونه د بندیزونو له لېست کې شامل دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو ورځو کې سیمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د چارواکو سفرونه زیات شوي دي او په ورته وخت کې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور هم په ازبکستان کې دی او د «ازبکستان د انرژۍ اوونۍ په نړیوال فورم» کې یې ګډون کړی دی.