یوراسیانت: د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړیکې ورو ورو ښه کېږي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۴

د یوراسیانت په نوم تحلیلي ويب پاڼې په یوه راپور کې د طالبانو او تاجکستان ترمنځ اړيکې څېړلې او لیکلي يې دي، چې دواړه خواوې په احتیاط خپلې اړيکې ښه کوي.

د دې رسنۍ په وینا، طالبانو د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان د حکومت مخالف مشر په بلنې سره هڅه کړې چې پر دوشنبه فشار وارد کړي.

د طالبانو او تاجکستان اړیکې له درېیو لسیزو راهیسې ترینګلې دي.

تاجکستان د طالبانو له مخالفینو ملاتړ کړی او هغوی ته یې پناه ورکړې ده؛ خو یوراسیانت لیکي چې تاجکستان د امنیتي او اقتصادي دلایلو له امله اوس له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده.

د جرمني د رګنزبورګ پوهنتون یو څېړونکی میلاني سدوزی وايي: «د دوه اړخیزو غونډو عامه ماهیت او د طالبانو په وړاندې د تاجک چارواکو له خوا د سختو بیانونو بندول مهم او مثبت بدلونونه دي.»

د طالب چارواکو له خوا له تاجکستان سره د همکارۍ په اړه څرګندونې تېر کال په اوړي کې کابل ته د تاجک پلاوي سفر او د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر څخه د سرحدي بازارونو بیا پرانېستل د اړیکو د ښه والي نښې نښانې يادي شوي دي.

په ورته وخت کې د همدې راپور له مخي، دواړو خواوو اړيکې لا هم له ځينو تضادونو سره مخ دي.

تاجکستان طالبان یوه افراطي ډله ګڼي او د دوی له مخالفینو ملاتړ کوي، په ورته وخت کې بیا طالبان د تاجکستان د جماعت انصارالله افراطي ډلې ملاتړ کوي.

یوراسیانت د تاجک ولسمشر امامعلي رحمان د یوه مطرح منتقد شرف الدین ګاډوېف د کابل سفر ته په اشاره لیکلي: «د ګاډوېف سفر او په یوه ټلویزیونې مرکه کې د هغه سختې څرګندونې، چې پر مهال يې رحمان د یو دیکتاتور او د هغه حکومت د مافیا سره پرتله کړ د طالبانو دوه ګونې لوبه ښيي.»

سدوزی په دې باور دی، چې طالبانو ګاډوېف ته په بلنې ورکولو سره له تاجکستان سره د خپلو اړیکو د اغېزمنولو لپاره نفوذ رامنځته کړی دی.

د راپور له مخې، تاجکستان یو نازک توازن ساتلی دی: له یوې خوا له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې په ځانګړې توګه د برېښنا صادراتو له لارې پراخوي؛ خو د سیاسي ملاحظاتو له امله د طالبانو له رسمیت پېژندلو څخه ډډه کوي..

سدوزي ټینګار وکړ، چې د تاجکستان له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل «ډېر ناشونی دی.»

یوراسیانت همدا راز باور لري، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندول کولی شي د طالبانو وړتیا د تاجکستان د وارداتي برېښنا د پیسو په ورکولو کې کمه کړي.

د دې تر څنګ د لوېدیځ د امنیتي مرستو د احتمالي بندېدو په اړه د تاجکستان اندېښنې ممکن د دواړو خواوو د نږدې کېدو مخه ونیسي..

نور خبرونه

رادیو