هغه افغان قاچاقچي چې په جنسي تېري تورن دی، په لس کلن بندمحکوم شو

۶ ساعتونه مخکې

د برېتانیا محکمه د سیف الرحمان احمدزي په نوم یو افغان قاچاق کوونکی چې په جنسي تېري او له پناه غوښتونکو په باج اخیستنې تورن دی، بلجیم ته لېږدوي.
د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه چې په لس کلن بند محکوم شوی؛ خپله د بند موده به په بلجیم کې تېره کړي.

په راپور کې راغلي، چې د سیف الرحمان احمدزي ترڅنګ د ذیشان بنګښ په نوم یو بل افغان هم د دوی د ۲۱ کسیزې ډلې سره په تېرې نومبر میاشت کې نیول شوي، چې د ټولو د بند سزا په ټولیزه توګه ۱۷۰ کلونه کېږي.
د محکمې د حکم له مخې؛ احمدزی په لس کلن بند او ذیشان بیا په درې کلن بند محکوم شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې دغه ډله د زرګونو کډوالو په قاچاقي لېږد تنظیمولو کې ښکېله وه، چې له افغانستان څخه د ایران، ترکیې او بالکان له لارې یې اروپا ته کډوال لېږدول.
د محکمې قاضي جان زاني وېلي، چې هغه باید د خپل بند سزا پوره کولو لپاره بلجیم ته ولېږدول شي.
د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر ویلي: «دغه کسانو پراخ ناقانونه قاچاقي عملیات ترسره کول او په هغو کډوالو یې سخت ظلم کاوه، دوی یې قاچاق کول چې په دوی کې ماشومان هم شامل وو.»

نور خبرونه

رادیو