په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په بازار کې یې یو شمېر کتاب پلورنځي پلټلي دي.
وايي، دوی هغه کتابونه لټول چې د دغې ډلې د حکومت له لوري پرې بندیز لګول شوی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نصرالله ملکزاده وایي، چې له دې څارنې او پلټنې یې موخه د کتابونو د منځپانګې ارزونه ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرپاڼه کې د مولوي ملکزاده له قوله راغلي، چې د ټولو هغو کتابونو د خپرېدو مخنیوی کوي چې د «شریعت» او ملي ګټو سره په ټکر کې وي.
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي څو ورځې وړاندې په یوه غوڼده کې وویل، پر ټولو هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»
نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.
د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه هم ښودلي دي.
دوی نیوکې کړې، چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.