د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت لپاره د دغې ډلې وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان له مشر مېکایل لیپي سره د دغه سازمان اړوندو روغتیایي مرکزونو او خدمتونو د لا ښه والي او پرختیا په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه خبرې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو مشر او استازو سره په لیدنه کې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو اړوندو روغتیایي مرکزونو او خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، په روغتیایي خدمتونو کې روڼتیا، له دغه وزارت سره پر ښې همغږۍ او د داومداره ګټورو خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د بې پولې ډاکټرانو مشر ښاغلي میکایل لیپي هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا ژمنه کړې او د روغتیایي خدمتونو پر کیفیت او همغږۍ یې ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې په ټکو؛ ښاغلي لیپي دارنګه په هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې پر دوامداره روغتیایي خدمتونو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه مرکزونه به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ فعال شي.
له بل پلوه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو له مشر ښاغلي میکاېل سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د راستنو شویو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
ښاغلي نعیم ويلي، د ملاهبت الله د فرمان له مخې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي مېکایل د مېندو او د هغوی د ماشومانو روغتیا او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.