د طالبانو کډوالو وزارت: تېره ورځ د پاکستان له زندانونو تر ۱۰۰ ډېر افغانان خوشې شول

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو شاوخوا ۱۱۹ تنه افغانان (د غوایي په ۲۲مه) تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شول.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د یوې ورځې څخه تر پنځو ورځو پورې بندیان وو.
که څه هم په خبرپاڼه کې د دغه کډوالو د جرم په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې تر ډېره د دغې لنډې مودې بند د هغو افغانانو لپاره وي، چې د قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې مېشت وي.

نور خبرونه

رادیو