‏په مزارشریف کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه پرانیستل شوه.

‏دغه اژانس د طالب چارواکو په حواله لیکلي، چې له دې سره به دواړو هېوادونو ته پراخ سوداګریز فرصتونه برابر شي.
د راپور له مخې، د دغې خونې ‏پرانيستې ته له ازبکستان څخه یو ۱۰۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم راغلی و.

د دغې خونې په پرانیست غونډه کې ځینو افغان سوداګرو هم ګډون لاره.

نور خبرونه

رادیو