د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۴۹۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
د دغه اژانس د خبر له مخې؛ له دغې ډلې ۱۳۷ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۱۶۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۸۷ کورنۍ د نيمروز د ورېښمو پله، ۱۷ کورنۍ د هلمند د بهرامچې او ۹۰ کورنۍ بیا د هرات د اسلام کلا له لارو هېواد ته راستنې شوې دي؛ خو په دغه راپور کې د دغه کورنیو د غړو ټولټال شمېره نه ده خپره شوې.
له بل پلوه د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان نه شاوخوا ۹۵۰ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، له دغې ډلې ۱۹۷ کسان یې د اې سي سي کارت لرونکي او پاتې ۷۵۳ نور بیا بې اسناده کډوال وو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغې شمېرې شاوخوا ۸۷۷ تنه یې د تورخم له لارې ستانه شوي او ۷۳ نور د انګور اډې له لارې ستانه شوي دي.
له دې سره تر دې دمه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې شاوخوا ۳۵۴۰۱ د اې سي سي کارت لرونکي او ۵۳۹۰۹۱ بیا بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.