طالبان: یو چینایي شرکت د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا تولید برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د "سن جینګ الکتریک"په نوم چینایي شرکت په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد د دغه شرکت له استازي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي او د پانګونې موضوع یې ورسره څېړلې ده.

د سن جینګ الکتریک شرکت استازي په دې لیدنه کې ویلي چې غواړي د افغانستان له شتمنیو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو، څخه د برېښنا تولید له‌پاره استفاده وکړي. نوموړي له وزارت څخه د لازمو اسانتیاوو او همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

زاهد په دې ناسته کې وویل: "افغانستان د پانګونې لپاره یو خوندي او مناسب چاپېریال لري او اوس مهال په بېلابېلو سکتورونو کې بې‌سارې اسانتیاوې برابرې شوې دي."

نوموړي له دغه شرکت څخه غوښتي چې خپل کاري پلان د پانګونې له ریاست سره شریک کړي، ترڅو د ریاست متخصصین پرې تخنیکي نظریات ورکړي او د پلان د لا پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.

باید وویل شي، چې افغانستان د خپلو پراخو طبیعي زیرمو او کانونو په لرلو سره په سیمه او نړۍ کې ځانګړی مقام لري.

د کارپوهانو په وینا، که دغه زېرمې په سمه توګه مدیریت شي، افغانستان به په راتلونکي کې د سیمې یو له بډایه هېوادونو څخه شي.

د یادونې وړ ده چې دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې طالب چارواکي هڅه کوي بهرني پانګوال وهڅوي څو په انرژي، کانونو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو