طالبانو دخوست، پکتیا، بدخشان او بامیان پوهنتونونو تر ۳۰۰ ډېر استادان او کارکوونکي ګوښه کړل

۷ ساعتونه مخکې

په خوست،پکتیا، بدخشان او بامیان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د «تنقیص» تر نامه لاندې په دغو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو استادان او کارکوونکي ګوښه کړي.

سرچينې زیاتوي چې ١٢٠ تنه په خوست، ۷۰ په پکتیا، ٥٠ په باميان او ٥٠ تنه په بدخشان کې ګوښه شوي.

سیمه ییزو سرچینو د سې شنبې په ورځ د غويي ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د خوست له شیخ زاید پوهنتون څخه د ګوښه شویو استادانو او کارکوونکو لیست چمتو کړی او ځینې یې کور ته لیږلي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه لیست کې په عمده توګه هغه استادان شامل دي، چې په جمهوري نظام کې یې د ماسټرۍ، دوکتورا او پروفیسورۍ درجې درلودې.

طالبانو ټینګار کړی، چې د ښوونکو د ګوښه کولو پروسه به دوام ولري.

سرچینو دا هم زیاته کړه، چې له استادانو سره یوځای، ممکن د پوهنتون یو شمیر خدماتي کارکوونکي، پخلیوال او اداري کارمندان هم له دندو ګوښه شي.

د شیخ زاید پوهنتون د یوه استاد په وینا، طالبان دا اقدامات د "تنقیص" په پلمه ترسره کوي، خو هڅه کوي چې استادان له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني مدرسو ملایان وګوماري.

د سرچینو په وینا، په دې لېستونو کې ټول د جمهوري نظام د ماسټرۍ، پوهاندۍ او دوکتورا درجې درلودونکي استادان په نښه شوي او په وینا یې، دا لړۍ به دوام ولري.

په پکتیا پوهنتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پکتیا ۷۳ کسانو د تنقیص له ډلې ۱۵ یوازې کدري استادان دي او نور یې اداري مدیران او کارکوونکي دي.

د پکتیا پوهنتون یو ګوښه شوي استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو دا اقدام یوه بهانه وه چې لوستي خلک له دندې لرې کړي او پر ځای یې له دې ډلې سره تړلي خلک وګوماري.

د بامیان پوهنتون یوې سرچینې تایید کړه، چې طالبانو د پوهنتون ۳۳ استادان له دندو ګوښه کړي دي. د معلوماتو له مخې، د پوهنتون ۲۰ اداري کارکوونکي هم له دندو ګوښه شوي دي.

په بامیان ولایت کې سرچینو وویل چې ډیری ګوښه شويو استادانو، چې هزاره او شیعه مذهبه وو، ماسټرۍ او دوکتوراوې درلودې.

د بدخشان ولایت اسناد هم ښیي، چې طالبانو د ولایت د عامه پوهنتون شاوخوا ۳۶ استادان او اداري کارمندان له دندو ګوښه کړي دي.

خو ځینو سرچینو په دغه ولایت کې د ګوښه شویو کسانو شمېر ۵۱ تنه ښودلی دی.

په بدخشان کې سرچینو وویل چې دا وړاندېز څو میاشتې وړاندې سپارل شوی و خو په رسمي ډول د دوشنبې په ورځ، د غويي په ۲۲ مه عملي شو.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې د ننګرهار، کونړ، پروان، لغمان، بدخشان او یو شمېر نورو دولتي پوهنتونونو د جمهوري نظام یو شمېر مسلکي استادان د بېلابېلو پلمو له‌مخې ګوښه کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دي او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.

نور خبرونه

رادیو