طالبانو د ترکمنستان له سفیر سره د تورغونډۍ بندر د عملي کار پر پيلېدو خبرې وکړې

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۳

د طالبانو د ټولګټو وزیر محمدعیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې د لیدنې پرمهال د تورغونډۍ بندر د عملي کار پر پیلېدو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د مزارشريف-هرات او هرات-کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين او بیا رغولو په اړه خبرې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون د رپوټ له مخې، د طالبانو د ټولګټو وزیر محمد عیسی ثاني د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره له تورغونډۍ بندر څخه د سوداګريزو انتقالاتو پر زياتوالي او په ټوله کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د پراختيا ترڅنګ په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو او د سړکونو د رغولو په تړاو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړه لوري د تورغونډۍ بندر د عملي کار د پيلېدو، د نويو تاسيساتو او د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو هنګرونو جوړولو په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو ټولګټو وزیر په کابل کې د ترکمنستان سفیر ته وویل:« افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.»

محمدعیسی ثاني زیاته کړې چې دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنيو پانګوالو ته په یاده برخه کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او کولی شي په دغه برخه کې پانګونه وکړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی او د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير يې د افغانستان يو اقتصادي، سوداګریز او ټرانزيټي مسير بللی.

نور خبرونه

رادیو