طالبانو د استانبول په ناسته کې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی

۳ ورځې مخکې

په استانبول کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله نرګس هورخش وايي چې طالبانو له پاکستان سره په خبرو کې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور رد کړی.

نوموړې د باخبره سرچینو له قوله وویل چې پرون د طالبانو پلاوي په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو شته والی رد کړ. نن د خبرو اترو درېیمه ورځ ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ټي ټي پي ځواکونو د حضور د ردولو په ځواب کې، پاکستاني پلاوي په ناسته کې د وژل شویو جنګیالیو د جسدونو انځورونه وړاندې کړل، چې د افغانستان تذکرې هم ورسره مل وې.

د افغانستان انټرنشنل خبریالې وویل چې طالبانو ددې اسنادو ځواب نه دی ورکړی.

هغې دا هم وویل چې د استانبول د خبرو اترو منځګړو او کوربه هڅه وکړه، چې د ښه ګاونډیتوب اړیکو او سیمه ییز ثبات د رامنځته کولو لپاره د دې ډلو د ملاتړ د بندولو اړتیا په ګوته کړي.

د طالبانو سرچینې وايي، چې ددوی پلاوي په ناسته کې د جنګیالیو د نه ملاتړ له مسالې سره موافقه کړې، خو له دې ډلو سره له مخامختیا یې ډډه کړې ده.

اسلام اباد پرله يسې تور لګوي، چې د پاکستاني طالبانو ډلې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، خو طالبان دا ډول تورونه ردوي او وايي، دا د پاکستان داخلي مساله ده.

د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو دوهم پړاو د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، په استانبول کې د دریمې ورځې لپاره دوام لري.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د خپلو سرچینو له قوله وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنخ د استانبول په روانو مذاکراتو کې پر ډیری مواردو هوکړه شوې او ټاکل شوې، په یو څو محدودو موضوعاتو هم د نن ورځې تر پایه هوکړه وشي.

ددغو سرچینو په وینا، ټاکل شوې د خبرو اترو په پای کې د اوربند غځېدو، د لارو خلاصون، د زندانیانو د خوشې کېدو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای د ټاکلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د طالبانوسرچینې اټکل کوي، چې دغه مذاکرات به نن شپه تر ناوخته وغځیږي.

د خبرو اترو لومړی پړاو د تلې په ۲۶مه په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو او استخباراتو مشرانو په کچه ترسره شو، چې په پایله کې یې یو تړون لاسلیک شو.

د استانبول په خبرو اترو کې د رحمت الله نجیب په مشرۍ د طالبانو شپږ کسیز پلاوي ګډون کړی، چې په قطر کې د طالبانو استازی سهیل شاهین، د طالبانو یو پیژندل شوی غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رییس نور احمد نور، د دفاع وزارت د عملیاتو مشر نور الرحمن نصرت، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پکې شامل دي.

د پاکستان اووه کسیز پلاوی د ډیپلوماتانو او د استخباراتي ادارې له غړو جوړ دی.

نور خبرونه

رادیو