ترکیه په نږدې راتلونکي کې له هرات کونسلګرۍ نه افغانانو ته د ویزو خدمات پیلو

۳ ورځې مخکې

د ترکیې نوي کونسل توزجان قاضي اوغلو ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر د هرات له کونسلګرۍ د افغانانو لپاره د وېزو ورکول پیل کړي. نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولوي احمدالله متقي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د طالبانو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، توزجان اوغلو ویلي چې د ترکیې د نوې کونسلګرۍ د ودانیزو چارو له بشپړېدو وروسته به د وېزو ورکولو لړۍ پيل شي.

د هغه په وینا، ترکیه د افغانستان له خلکو سره د کلتوري او سوداګریزو همکاریو پراخېدو ته چمتو ده او هڅه کوي د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د علمي او دیني تجربو تبادله هم زیاته کړي.

اوغلو همداراز ویلي، ترکیه به د افغان محصلانو لپاره د تحصیلي بورسونو شمېر زیات کړي.

نور خبرونه

رادیو