د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنرد دوشنبې په ورځ په هلسینکي کې له خپلې فنلنډۍ سیالې ماري رانتانن سره ګوري. د خبرو اترو تمرکز به پر دې وي چې څنګه افغانسان او سوریې ته د اخراج پروسې عملي شي.
فنلنډ د اتریش او نورو ۱۸ اروپایي هېوادونو ترڅنګ اروپایي کمېسیون ته پر یوې لیکنې لاسلیک کړی او افغانسان ته د اخراج د عملي کولو په تړاو د یوه «غښتلي اتحاد» برخه دی.
اتریش یوازې څو ورځې وړاندې د اروپا لومړی هېواد و چې یو محکوم «جنسي مجرم» یې کابل ته وشاړه.
افغانستان او سوریې ته د نورو کسانو د شړلو چارې اوس ددغه هېواد د پناه غوښتنې فدرالي دفتر له خوا تنظیمیږي.
کارنر په اعلامیه کې ویلي: «اروپایي اتحادیې ته قوي اتحاد په کار دی، چې د افغانسان او سوریې په څېر هېوادونو ته اخراج عملي کړي اود پناه غوښتنې یوه سخته او منظمه تګلاره یقیني کړي».
کارنر غواړي د فنلنډ-روسیې پوله وګوري او د پولې د خونديتوب لپاره د شته تدابیرو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي.
کارنر وویل: «فنلنډ د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو د ساتنې لویه مرسته کوي، چې په تېرو کلونو کې د غیرقانوني مهاجرت له لارې د هایبرډ جګړې ډګر ګرځېدلې. له دې سره باید په پوره توګه مقابله وشي».

