د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د بلخ والي ویاند وايي چې د یاد ولایت والي یوسف وفا د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان ترمز ښار ته لاړ.

د هغه په ​​وینا، ټاکل شوې د طالبانو د بلخ والي د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان له چارواکو سره د سرحدي، سوداګریزو او ټرانزیټ مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو بلخ د والي ویاند عطاء الله زید نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۵مه وویل، چې د دولتي ادارو یو شمېر مشران هم په دغه سفر کې د یوسف وفا ملتیا کوي.

د سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي خو د بلخ والي د ویاند له خواخپره شوې ویدیو کې ښکاري، چې یوسف وفا له یوه موټریز کاروان سره د ازبکستان خاورې ته داخل شوی.

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا له دې مخکې تاجکستان ته په رسمي سفر تللی و او په دوشنبه کې یې ددغه هېواد د استخباراتو له رییس او یو شمېر نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو